چارواکي: په ارزګان کې د عملیاتو پرمهال ۲۱ طالبان وژل شوي

افغان ځواکونه

د ارزګان چارواکي وایي چې دغلته د عملیاتو پرمهال ۲۱ طالبان وژل شوي دي.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، دغه وسله وال طالبان د افغان ګډو ځواکو د ځمکنیو او هوايي عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله وال د تېرو ۴۸ ساعتو په ترڅ کې د مرکز ترینکوټ اوړند لکه نچین، مهراباد لنګر او یو شمېر نورو سیمو کې وژل شوي دي.

امنیه قوماندان وايي، د یادو عملیاتو پرمهال يې ۱۲ طالبان نیولي هم دي.

نوموړی وايي، په یادو عملیاتو کې د افغان سرتېرو په اړه څه ونه ویل.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.