ولسي جرګه: مامورینو ته په وخت د تنخوا د نه رسېدو شکایت نه دی ورسېدلی

د ولسي جرګې د شکایتونو د کمېسون مشر وايي، دوی تراوسه په دې اړه چې د یو شمېر دولتي مامورینو معاشونه په وخت نه ورکول کېږي، چا شکایت نه دی کړی.

محمد صادق قادري پرون د اګست په درویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې دوی کولی شي چې د پارلمان د دوبي د رخصتۍ تر پای ته رسېدو وروسته د هغو وزارتونو چارواکي ور وغواړي چې خپلو مامورینو ته یې په وخت تنخواه نه ده ورکړې.

محمد صادق قادري وویل: موږ کولی شو چې د کورنیو چارو او دفاع وزارت، ملي امنیت او د معلولینو د چارو وزارت چې مامورینو ته یې معاشونه په وخت نه رسېږي، چارواکي را وغواړو، هغوی باید زموږ پوځيانو ته چې د جګړې په سره اور کې وخت تېروي، ځواب ورکړي.

د افغانستان د ملي او دفاعي ځواکونو غړي په مکرر ډول ازادي راډیو ته له مختلفو ولایتونو شکایت کوي چې پر وخت معاش نه ور رسېږي یا له سره خپله تنخواه نه شي تر لاسه کولی.

د افغانستان حکومتي ادارې وايي چې تنخواه مامورینو ته ورکول کېږي، خو په ځينو لېرې پرتو سیمو کې د تخنیکي ستونزو له امله په دې پروسه کې ځنډ پېښېږي.

د افغانستان د ولسي جرګې د شکایتونو د کمېسون مشر وویل چې په بله یوه اوونۍ کې یې د دوبي رخصتۍ پای ته رسېږي او کله چې ولسي جرګې کار بیا پیل کړ، دا مسئله به بحث ته وړاندې کړي.