ډونالد ټرمپ امریکايي کمپنیو ته امر کړی چې له چینه ووځي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر له چین سره د روان تجارتي کړکېچ په ځواب کې امریکايي کمپنیو ته امر کړی چې له چینه ووځي.

په وروستي یوه کال کې د چین او امریکا ترمنځ تجارتي ناندریو نړیوال مالي مارکېټ ته ټکان ورکړی دی.

ډونالد ټرمپ پرون د اګست په درویشتمه پر ټوېټر ولیکل: زموږ د سترې امریکا شرکتونو ته له دې شېبې امر کېږي چې ژر تر ژره د چین بدیل پیدا کړي، د دې په ګډون چې خپل شرکتونه کور ته راوړئ او خپل مالونه د امریکا په متحدو ایالاتو کې تولید کړئ.

له حقوقي او قانوني اړخه جمهور رئيس ټرمپ نه شو کولی چې امریکايي شرکتونه په بېړني ډول د چین تحریم ته اړ کړي.

ولسمشر ټرمپ دا وضاحت نه دی ورکړی چې د دې فرمان د عملي کولو لپاره به څه کوي، خو ویلي یې دي چې د چین له لوري به پر امریکايي مالونو د تعارفې د لګېدو ځواب ورکړي.

د چین حکومت پرون د اګست په درویشتمه پر امریکايي مالونو تعارفه لوړه کړه.