د ننګرهار په خوګیاڼو کې ٥ وسله وال طالبان او ٣ محلي پوليس وژل شوي

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې له کبله ٥ وسله وال طالبان او ٣ محلي پوليس وژل شوي دي.

ولايتي چارواکي وايي، په غازي اباد سيمه کې نښته تېره شپه وروسته له هغې پيل شوه چې لومړى وسله والو طالبانو پر يوه پوسته ډله ييزه حمله وکړه.

د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي، په جګړه کې ٥ وسله وال طالبان او ٣ محلي پوليس وژل شوي، ٨ طالبان او ٢ محلي پوليس ټپيان شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د وسله والو مړي د جګړې په ځاى کې پاتې دي.

له ننګرهاره په بل خبر کې ويل شوي چې نن سهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوه ماين چاودنې يو ملکي کس وژلى او ٩ نور ټپيان کړي دي.

د درېيو ټپيانو وضعيت نازک ښوول شوى دى.