مکرون: پاریس په کشمیر کې روان وضعيت له نږدې څاري

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې پاریس په کشمیر کې روان وضعيت له نږدې څاري.

ښاغلي مکرون پر مودي ټینګار کړی چې د همالیا د دې وېشل شوې سیمې د دواړو غاړو د خلکو حقونو ته دې درناوى وکړي.

مکرون دا څرګندونې پرون پنجشنبه وروسته له هغې کړي چې له پاریسه بهر یې په شانتیلي سیمه کې له مودي سره وکتل.

مکرون ویلي، پلان لري چې ورته خبرې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وکړي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړې چې نریندرا مودي ته یې ویلي، دا د هند او پاکستان دواړو مسؤلیت دی چې په سیمه کې د داسې څه له ترسره کولو ډډه وکړي چې د ترینګلتیا د لا زیاتېدو سبب کېږي.

د ایمانوئل مکرون په وینا، فرانسه به دې ته ځير وي، څو ډاډمنه شي چې د کشمیر د اوربند د کرښې دواړو غاړو ته د ولسي خلکو ګټو او حقونو ته درناوی کېږي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وروسته له هغې کړکېچ زیات شو چې نوي ډیلي د اګست مياشتې پر پنځمه له جمو او کشمیر څخه د کورواکۍ ځانګړی موقف واخیست او دې سیمې ته یې اضافي امنیتي ځواکونه واستول.

وروسته له هغې چې په ١٩٤٧میلادي کال کې هندوستان او پاکستان له بريتانيا خپلواکي واخيسته، کشمير د دواړو هېوادونو ترمنځ ووېشل شو.

دواړه هېوادونه د دې ټولې سيمې پر مالکيت دعوه لري.

په تېرو درېيو لسيزو کې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې تر ٥٠ زرو زيات کسان وژل شوي دي.