د مهاجرت نړیواله اداره په کندهار او نیمروز ولایتونو کې مرستې ځنډوي

د مهاجرت د نړیوالې ادارې نښان

د مهاجرت نړیواله اداره IOM په پام کې لري چې د بودجې د کموالي له کبله هېواد ته له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې پروګرام په کندهار او نیمروز ولایتونو کې وځنډوي.

IOM په یوه بیان چې پرون خپور شو، ویلي دي چې مرستندویو هېوادونو د اګست د میاشتې تر نیمايي پورې له ایران او پاکستانه له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې د پروګرام د بودجې په سلو کې یوازې ۲۶ ورکړې ده.

له دې پروګرام سره د سویس، ناروې، کاناډا او چک جمهوریت حکومتونه او ځیني نړیوالې ټولنې مالي مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ روانه ده.

د کډوالو نړیواله اداره وايي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې له ایرانه نږدې څلور زره (۳۸۷۹) او له پاکستان څخه ۳۵ کسان هېواد ته راستانه شوي او دې ټولنې لږ او ډېره مرسته ورسره مرسته کړې ده.