په خوست ولایت کې دوو جلا چاودنو یو ملکي وګړی وژلی او ۱۱نور یې ټپیان کړي.
چارواکي وايي چې پرون پنجشنبه مازیګر مهال د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ په اړوند سماوات کلي کې د ولایتي قواوو یا کمپاین ځواکونو پر شخصي موټر موټربم برید وشو چې یو ملکي وګړی پکې ووژل شو او پنځه تنه نور ټپیان شول.
د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، دا حمله د ولایتي قواوو پر سرتېرو چې اکثر په خپلو شخصي موټرو کې تګ راتګ کوي، شوې ده.
دی وایي: موټر شخصي و، خو پرسونل پکې د کمپاین و، پر دوی موټربم حمله شوې چې یو ملکي نفر پکې شهید شوی دی.
له دې حملې لږ ځنډ وروسته د خوست ښار په مرکزي چوک کې حمام مارکېټ ته نږدې یوه بله بمي چاودنه وشوه چې په دې پېښه کې بیا شپږ ملکي وګړي ټپيان شول.
د دې حملو مسؤلیت تر دې دمه کومې ډلی نه دی منلی.
د خوست د امنیې قوماندانۍ ویاند حیدر عادل وویل، چاودنه په یوه دوکان کې شوې او د پېښې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي چې دا مهال يې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.