ډونالد ټرمپ ډنمارک ته خپل سفر وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ډنمارک د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دې پرېکړې حیران کړی دی چې دغه هېواد ته خپل رسمي سفر ځنډوي.

دا پرېکړه وروسته تر دې شوې ده چې د ډنمارک حکومت د امریکا دا وړاندیز رد کړ چې د ګرینلنډ سیمه د امریکا پر متحده ایالاتو خرڅه کړي.

د ډنمارک شاهي ماڼۍ پرون خپله حیرانیا څرګنده کړه او صدراعظمې میتي فریدریکسن وویل چې دا ناهیلې شوې ده.

ټاکل شوې وه چې ولسمشر ټرمپ د سپټمبر په دوهمه د ډنمارک د ملکې دوهمې مارګریت په بلنه ډنمارک ته ولاړ شي. تر دې سفر مخکې ولسمشر ټرمپ وړاندیز کړی و چې متحده ایالات دې ته لېواله دی چې ګرینلنډ واخلي. صدراعظمې فریدریکسن دا وړاندیز غیر معقول وباله.

ولسمشر ټرمپ پرون په ټویټر کې ډنمارک د یوه ځانګړي هېواد په توګه وستایه، خو دا یې هم لیکلي دي چې دی د اوس لپاره نه‌غواړي چې ډنمارک ته سفر وکړي ځکه چې فریدریکسن د ګرینلنډ د پلورلو په برخه کې له بحث سره لېوالتیا نه‌لري.