د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت پرون ناوخته دا خبره تأیید کړه چې دوه پوځیانیې په افغانستان کې وژل شوي دي.
د غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه بیان کې ویلي دي چې دوه امریکایي سرتېري د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې وژل شوي دي.
په دې بیان کې نور معلومات نهدي ورکړل شوي چې دا عسکر چېرته وژل شوي دي.
د روان میلادي کال له پیله تر اوسه ۱۶ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.