البانیا کې یوې بېړۍ ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي

ارشیف، په ترکیه کې یو شمېر پناه غوښتونکي

د البانیا دفاع وزیره وایي چې د البانیا یوې بېړۍ په ایجه سمندرګي کې ۳۶ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.

د البانیا دفاع وزیرې اولتا شاکا پرون په ټویټر کې ولیکل چې د اروپایي ټولنې د سرحدي ساتونکو په مرسته د البانیا بېړۍ ۱۹ افغان ماشومان، اته مېرمنې او نهه نارینه چې غوښتل‌یې د یونان لور ته پورې وځي، وژغورل او سیمه‌ییزو چارواکو ته‌یې وسپارل.