چارواکي: د کونړ په دانګام کې د دولت ۵ وسله وال مخالفین وژل شوي

د کونړ والي وايي، تېره شپه د ملي امینت ځانګړو ځواکونو په دانګام ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په مرکزونو عملیات کړي چې پکې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

والي عبدالستار میرزکوال د ۴ شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې په دغو شپنیو عملیاتو کې د وسله والو دوه مرکزونه له منځه وړل شوي، پنځه تنه يې وژل شوي او ۶ يې ټپیان دي.

هغه وايي، وژل شوي او ټپيان له ډېورند کرښې اخوا ګاونډي هېواد ته اړول شوي.

تر اوسه د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.