د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ایران په ترهګرۍ تورن کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د منځني ختیځ د سولې او پر امنیتي چلنچونو بحث ته ځانګړې شوې، په مشخص ډول د ایران نوم واخیست او تهران یې بیا تورن کړ.

پامپیو وویل، تهران او نیابتي ځواکونه یې د عراق، لبنان، سوریې او یمن په کړکېچونو کې ترهګرۍ او ناکرارۍ ته لمن وهي چې ناوړه بشري عواقب یې رامنځته کړي دي.

هغه وویل چې که ملګري ملتونه پرېږدي چې پر ایران د وسلو د پلورلو بندیز د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې پای ته ورسېږي، تهران به له محدودیت پرته ګډوډي رامنځته کړي.

پر ایران د ملګرو ملتونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په ترڅ کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د قدس د ځواک پر قوماندان قاسم سلیماني د سفر بندیز هم لګول شوی دی.

پر نورو ۲۳ ایراني چارواکو هم د سفر بندیزونه لګول شوي دي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي براین هوک د مایک پومپیو له دې څرګندونو مخکې پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د ده په باور د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه ډېر مهم ځکه دي چې پر ایران د وسلو د پلورلو او هم یې پر چارواکو د سفر بندیزونه دوام ومومي.