هندي پولیس: په کشمیر کې یو مشکوک سخت دریځی وژل شوی

هندي ځواکونه په کشمیر کې

د هند پولیس وایي، امنیتي ځواکونو په کشمیر کې له مشکوکو سخت دریځو سره د ډزو په تبادله کې یو مشکوک سخت دریځی وژلی دی.

دا په روانه میاشت کې له هغه مهال راهیسې چې نوي ډیلي د هند تر کنټرول لاندې کشمیر څخه ځانګړی موقف بېرته واخیست، لومړی نښته ده.

پولیسو ویلي چې په دې پېښه کې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د بارامولا په سیمه کې شوې، د پولیسو یو افسر هم وژل شوی دی.

په کشمیر کې په زرګونو اضافي ملېشې ځای پرځای شوي چې بغاوت کنټرول کړي.

پولیسو وویل چې دغو ملېشو پرون د بارامولا ښارګوټي په زړې سیمه کې عملیات وکړل.

پاکستان بیا ویلي چې له بېلې شوې کرښې اخوا د هندي ځواکونو له خوا په ډزو کې درې ملکیان وژل شوي دي.

د هند پرېس ټرسټ خبري اژانس د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې ویلي يې دي، تېره ورځ یو هندي سرتېری په هغو ډزو کې وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي چې پاکستاني ځواکونو بېلې شوې کرښې ته نږدې په پرتو پوستو او کلیو باندې کړې دي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ځپونکو امنیتي اقداماتو او پرمخابراتي او مواصلاتي شبکو د لګول شویو بندیزونو په ترڅ کې لږترلږه ۲ زره درې سوه کسان نیول شوی دي.

دغه اقدامات په سیمه کې د نا ارامیو د مخنوي لپاره شوي دي.

دغه خبر د کشمیر د پولیسو د لوړپوړو افسرانو او د نیول شویو کسانو د شمېرو پر اساس رسنیو ورکړی دی.

د نیول شویو کسانو اکثره یې ځوانان دي او هم پکې د هند او د هند تر کنټرول لاندې د کشمیري مشرانو ضد اعتراض کوونکي شامل دي.