ډنالد ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی

د امریکا ولسمشر ډنالد ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی.

نوموړي په کشمیر کې چې د هند او پاکستان ترمنځ لانجمنه سیمه ده او په وروستیو کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ د ‌ډزو د تبادلې شاهده ده، وضعیت خطرناک بللی دی.

ډنالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره به په دې موضوع د دې اوونۍ په پای کې خبرې وکړي.

تمه کېږي چې دواړه مشران د فرانسې په جنوب لوېدیځ کې د اوو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې پر مهال سره وګوري.

کله چې د اګست په ۵مه نوي ډیلي د هندي کشمیر هغه کورواکي لغوه کړه چې د هند اساسي قانون ورکړې وه او دغلته یې ځانګړي امنیتي تدابیر ونیول، د پاکستان او هندوستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

د هند صدارعظم ویلي، د کشمیر د کورواکۍ ختمول به دغلته د ترهګرۍ او بېلتون پالنې په ورکاوي کې مرسته وکړي.

د هند له دې اقدام وروسته پاکستان له هند سره د سوداګرۍ او ټرانسپورت اړیکې پرې کړې او د هندوستان سفیر یې له اسلام اباد وویست.

هند او پاکستان په خپلو کې له درې جګړو دوه د کشمیر پر سر کړي دي.

کشمیر چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، دا مهال د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی، خو دواړه هېوادونه یې د بشپړ مالکیت ادعا کوي.

ولسمشر ټرمپ دا سیمه ډېره پېچلې سیمه بللې او ویلې یې دي چې د منځګړیتوب لپاره به پوره هڅه وکړي.

په جولای میاشت کې ډنالد ټرمپ ویلي وو چې مودي ترې د کشمیر په کړکېچ کې د منځګړیتوب غوښتنه کړې، خو نوي ډیلي دا ادعا رد کړه.