عبدالله عبدالله له افغان سولې او ثباته د روسیې د ملاتړ غوښتنه کړې

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله له روسیې غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

عبدالله عبدالله نن د اګست په شلمه په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې د فدراسیون له سفیر الکساندر منتیتسکي سره پر سوله او را روانو انتخاباتو خبرې وکړې.

هغه پر ټوېټر لیکلي: ما د افغانستان له سولې او ثباته د روسیې د کلک ملاتړ غوښتنه وکړه.

عبدالله عبدالله په یوه بل ټوېټ کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د کتنې خبر خپور کړی دی.

هغه لیکلي چې له جنرال مېلر سره هم پر وروستیو امنیتی پرمختګونو، د افغانستان د سولې پر بهیر او د انتخاباتو پر امنیت غږېدلی دی.