د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هوايي دهلېزونو له لارې ۵ پروازونه ترسره شوي دي.
د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا ازادي راډيو ته وویل چې له دې لارې ۲۴ ټنه سوداګریز توکي بهر ته لېږدول شوي دي.
ده وویل: په دې توکو کې زردالو، انګور، اینځر، غالۍ او یو شمېر نور توکي شامل دي چې بهرین،ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
نوموړي وویل چې د هوايي دهلېزونو له پیل راهیسې تراوسه ۷ اعشاریه ۶۱۳ ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي.