مسؤلین: سږکال ۴ زره بزګرانو ته ۱ میلیارد افغانۍ پور ورکول کېږي

افغان کروندګر

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د اقتصادي پراختیا په هدف ۴ زره افغان بزګرانو ته ۱ میلیارد افغانۍ پور ورکول کېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې تراوسه پورې څه د پاسه ۳۵۰ میلیونه افغانیو پورې پورونه ورکړل شوي دي.

دی وایي: سږکال د کرنې وزارت له لوري بزګرانو ته د پورونو ورکړه دوه برابره شوې او د دې هدف دا دی چې د بزګرانو ملاتړ وشي او محصولات زیات شي.

نوموړي وویل چې له دې لارې به د بزګرانو له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته وشي.