ټرمپ د هند او پاکستان صدراعظمان د کشمیر د کړکېچ کمولو ته بللي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره ټیلیفوني خبرې کړي او دواړه یې د کشمیر په لانجه کې د کړکېچ کمولو ته بللي.

ټرمپ په خپله ټوېټرپاڼه پرون لیکلي چې له خپلو دوو ملګرو د هند له صدراعظم نریندرا مودي او د پاکستان صدراعظم عمران خان سره په سوداګرۍ، ستراتيژیکې ملګرتیا او تر ټولو مهمه په کشمیر کې د کړکېچ د کمولو په اړه غږېدلی.

ټرمپ دا خبرې ښې بللي.

ټرمپ په تېرو درېیو ورځو کې یو وار مخکې هم له عمران خان سره په ټیلیفون غږېدلی.

پاکستان له ملګرو ملتونو غوښتي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وضعیت وڅاري.

هند د اګست له پنځمې د کشمیر کورواکي ختمه کړې چې له امله یې ځايي خلک مظاهرې کوي او حکومت هم پرې ګرځبندیز، د مخابراتي شبکو بندېدل او ځینې نور محدودیتونه لګولي.

پاکستان ویلي چې دا وضعیت ورته د منلو نه دی او باید محدودیتونه سمدستي لرې کړای شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ داسې وخت پرون د هند او پاکستان له صدراعظمانو سره غږېدلی چې وړمه ورځ د رپوټونو په اساس، د هندي سرتېرو په ډزو کې د پاکستان او هند له پولې سره دوه ملکیان وژل شوي او یو بل ژوبل دی.

په کشمیر باندې هند او پاکستان له لسیزو لانجه لري او څو واره یې جګړې هم کړي.

دواړه هېوادونه یو بل په دې سیمه کې د بشري حقونو په نقضولو تورنوي.