له ایرانۍ تېل وړونکې بېړۍ سره د مرستې په اړه د امریکا خبرداری

د ایران یوه تېل وړونکې بېړۍ

امریکا متحده ایالتونو د مدیترانې ټولو بندرونو او یونان ته خبرداری ورکړی چې له ایراني تېل وړونکې بېړۍ سره مرسته ونه کړي.

روېټرز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه مقام په حواله ویلي چې له ایراني تېل وړونکې بېړۍ سره مرسته به له سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره چې امریکا یې د بهرني ترورېستي سازمان په توګه پېژني، همکاري وګڼل شي.

دغه چارواکي ویلي، دا کار به هرو مرو مهاجرتي او قضايي پایلې له ځانه سره ولري.

د ایران یوه تېل وړونکې بېړۍ ګرېس یو چې اوس یې نوم په ادریان دریا بدل شوی، یوه نیمه میاشت په جبل الطارق کې سوریې ته د تېلو د انتقال په تور ایسار شوې وه، پرون خوشې شوه او حرکت یې وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو له فاکس نیوز سره په مرکه کې پرون د دې ایرانۍ بېړۍ خوشې کېدل د تاسف وړ بللي او ویلي یې دي چې په دې سره به د ایران سپاه پاسداران زیاتې پيسې ترلاسه کړي، څو ترورېزم ته دوام ورکړي.

امریکا متحده ایالتونو د جبل الطارق حکومت ته چې د بریتانیا تر حاکمیت لاندې دی، ګواښ کړی و چې ایراني بېړۍ دې نه خوشې کوي او بېرته دې ایساره کړي.

جبل الطارق د امریکا دغه ګواښ ته پام ونه کړ او دلیل یې راووړ چې د ایران په وړاندې د امریکا او اروپا قوانین توپیر لري او دا کار نه شي کولی.

ایراني چارواکو هم امریکا ته ګواښ کړی چې د تېل وړونکې بېړۍ د بیا ایسارولو غوښتنه دې نه کوي.

ایران د دې بېړۍ د ایسارېدو په غبرګون د بریتانیا یوه بېړۍ د جولای په شلمه په هرمز تنګي کې درولې وه.