پاکستاني پولیسو لسګونه افغانان د خپلواکۍ د نمانځلو په تور نیولي

ارشیف، پاکستاني پولیس

پاکستاني پولیسو لسګونه افغانان په پېښور ښار کې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په تور نیولي دي.

په پېښور کې یوه ځایي پولیس د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د ښار د یوه اوسېدونکي د شکایت په نتیجه کې په لومړي سر کې ۹ تنه هغه مهال ونیول شول چې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت یې د افغانستان بیرغونه ګرځول.

دغه پولیس وایي، ۲۹ کسان نور وروسته د سړک د تړلو په تور ونیول شول.

پولیسو ویلي چې دغه کسان به یوې سیمه ییزې محکمې ته حاضرېږي.

په پېښور کې د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عنایت علي رسنیو ته ویلي چې دغو افغانانو د اصولو پر خلاف د خپلو مراسمو لپاره اجازه نه وه اخيستې.

په دې اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ازادي راډیو سره په خبرو کې بې خبري وښوده او له پرله پسې هڅو سره بریالي نه شوو چې په پاکستان کې د افغانستان له قونسلګرۍ سره وغږېږو.

تر دې دوه ورځې دمخه هم پولیسو په پېښور کې یو بل افغان په دې تور نیولی و چې د افغانستان بیرغ یې پر خپل دوکان ځړولی و، خو هغه افغان وروسته په ضمانت خوشې شو.