پوتین او مکرون د اوکرایني حکومت او بېلتونپالو په اړه خبرې کړي

د روسیې او فرانسیې ولسمشران

د فرانسې او روسیې ولسمشرانو د هغو مذاکراتو د هڅو په اړه خبرې کړي چې کولی شي د اوکرایني ځواکونو او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ کړکېچ پای ته ورسوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په پاریس کې د خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین کوربه وو.

د روسیې خبري آژانسونه وایې دواړو مشرانو د دوشنبه په ورځ د سوریې پر جګړو ، د لیبیا پر وضعیت ، دایران اټومي تړون او د اوکرایین په ختیځ کې د جګړو د ختمیدو لپاره د څلور اړخیزې غونډي پر طرحې بحث وکړ.

تر دې غونډي دمخه ایمانویل مکرون یوې ګډې خبري غونډي ته وویل چې هیله لري له ښاغلي پوتین سره دا خبري به په راتلونکو اونیو کې د څلور اړخیزې سرمشریزې جوړیدو ته زمینه برابره کړي .

نوموړي ټینګار وکړ چې دا د سولي لپاره یو ریښتونی فرصت دی.