د پاکستان حکومت وايي، هندي پوځیانو د لانجمن کشمیر د کنټرول کرښې له هغې غاړې ډزې کړي چې په نتیجه کې یې دوه ملکیان وژل شوي او یو ټپي دی.
د اګست له پنځمې راوروسته د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو چې نوي ډیلي د خپلې خوا د کشمیر ځانګړی حیثیت یا موقف پای ته ورساوه او ورسره په یو وخت یې په دې سیمه کې انټرنټي او ټيليفوني خدمات پرچاو کړل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د هند د سفارت یو استازی یې احضار کړی او د اوربند د پر له پسې سرغړونو په خاطر یې اعتراض ورسپارلی دی.
پاکستان مخکې د هند له لوري د کشمیر د کورواکۍ د پای ته رسېدا په اعتراض کې د هند سفیر له خپلې خاورې ایستلی و.