ټرمپ په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره مذاکرات ستايلي

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا ولسمشر په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره مذاکرات ستايلي او ویلي یې دي چې له طالبانو او افغان حکومت سره خبرې په ښه ډول پر مخ روانې دي.

ډونالد ټرمپ پرون یکشنبه په نیوجرسي کې خبريالانو ته وویل: موږ له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره ډېرې شې خبرې کړي دي.

ويل کېږي چې د زلمي خليلزاد په مشرۍ امریکايي چارواکي او طالبان تر اتم پړاو خبرو وروسته د سولې موافقې ته نږدې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم هیله څرګنده کړې ده چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق ترلاسه شي.