ملګرو ملتونو د افغانستان خلکو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ویلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی تدامیچي یاماموتو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي د افغانستان خلکو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې ځان د افغانانو په وباړ کې شریک بولي.

تدامیچي یاماموتو ویلي، ملګري ملتونه باوري دي چې افغانستان په یوه مهم تاریخي پړاو کې دی چې له یوې خوا انتخاباتو ته تیاری نیسي او له بلې خوا له کلونو وروسته د سولې په برخه کې د حقیقي پرمختګ احتمال پیدا شوی دی.