ولسمشر غني: پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی

ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني ویلي، پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړی او د سولې په پروسه کې یې جدي همکاري نه ده کړې.

ارګ ماڼۍ دا خبره پرون ماښام د ولسمشر غني په حواله په ټوېټر باندې خپره کړې او زیاته کړې یې ده چې که طالبان د پاکستان ملاتړ ونه لري، دوام نه شي کولی.

د بیان له مخې ښاغلي غني په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له ځانګړي استازي ډینګ شیجون سره په کتنه کې دا خبرې کړي.

غني د کابل تر خونړي برید یوه ورځ وروسته چې پکې نږدې دوه نیم سوه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي، د سولې لاره به لا پسې وړه کړي.

د ارګ د بیان له مخې، د چین ځانګړي استازي ښاغلي شیجون ویلي چې هېواد یې هیله مند دی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې پیل او اوربند وکړي.

پاکستان تازه د ولسمشر غني د دغو نیوکو په ځواب څه نه دي ویلي، خو مخکې یې ویلي وو چې د افغان سولې لپاره د اسانچاري په توګه جدي رول ادا کوي.