په پاکستان کې یوې بمي چاودنې ۶ کسان وژلي او ۱۷ نور ټپیان دي.
پېښه د خیبرپښتونخوا په بر دیر کې شوې ده.
ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې د مسافرو یو موټر د سړک غاړې په ماین ورختلی او چاودنه پرې شوې ده.
د پېښې په ټپيانو کې د ۳ پولیسو د شاملېدو خبره هم تأیید شوې ده.
ویل کېږي چې اکثر وژل شوي او ټپیان د طالبانو ضد د سولې خوځښت غړي وو.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس لیکلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.