په ارزګان کې د ګوزڼ یوې نوې پېښې د اخته کسانو شمېر ۵ تنو ته ورساوه

د کندهار شاه ولي‌کوټ ولسوالۍ کې روغتیايي کارکوونکي د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال

په ارزګان کې د ماشومانو د ګوزڼ د یوې نوې پېښې ثبت په دې ولایت کې سږ کال په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵ تنو ته ورساوه.

په ارزګان کې د پولیو د پروګرام مسؤل سیف‌الدین همنوا د ازادي راډیو سیمه‌ییز خبریال ته وویل چې دا نوې پېښه نن (یکشنبه) د چورې ولسوالۍ په هسنک کلي کې تشخیص شوې او ګوزڼ وهلې یوه نهه میاشتنۍ ماشومه ده.

ښاغلي همنوا همداراز وویل، که د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین مخنیوی پای ته ونه‌رسېږي، په دې ولایت کې به دا ډول پېښې نورې هم زیاتې شي.