د هند تر ولکې لاندې کشمیر چارواکو نن (یکشنبه) د تاوتریخوالو له زیاتېدو وروسته یو وار بیا د خلکو پر تګ راتګ بندیزونه ولګول.
دا محدودیتونه وروسته له دې لګول کېږي چې چارواکو ادعا کړې وه، په دې سیمه کې د تېرو دوو اوونیو بندیزونه نرموي.
په هندي کشمیر کې ترینګلتیا وروسته له دې ډېره شوه چې د هندوستان حکومت د کشمیر کورواکي پای ته ورسوله.
روېټرز خبري اژانس د جګپوړو چارواکو او شاهدانو په قول وویل چې د پولیسو او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د تېرې شپې په نښتو کې لسګونه تنه ژوبل شوي دي.