مزار شریف کې چاودنې ۱۰ تنه ووژل

د افغانستان په عمومي نقشه کې بلخ ولایت

په مزار شریف کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۱۰ تنه وژل شوي.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل نن یکشنبه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۷» ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د مزار شریف-دولت‌اباد ترمنځ لارې په اوږدو کې شوې ده.

د بلخ د پولیسو د ویاند په وینا، د وژل شویو په ډله کې ۳ ښځې، دوه ماشومان او پنځه نارینه شامل دي.

ښاغلي عادل وویل چې څېړنې دوام لري، خو تر اوسه نه‌ده مشخصه شوې چې دغه عمل د کومې ډلې کار و.

د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.