د افغانستان په اړه د ټرمپ پر پلان د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نيويارک ټايمز

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله تازه ګڼه کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پلان ليکنه خپره کړې چې په امريکا کې يې بحثونه پارولي دي.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو پر پلانونو چې نهايي کېدو ته نږدې شوي، د خپل ملي امنيت له چارواکو سره خبرې وکړې.

دا هغه لرليد دى چې په امريکايي کې يې شديد سياسي بحثونه ولاړ کړي او ممکن ښاغلي ټرمپ ته په ٢٠٢٠م کال کې د بيا ټاکل کېدو لپاره د کمپاين د بحث يو ټکى په لاس ورکړي.

د نيويارک ټايمز د مقالې ليکوال زياتوي، ولسمشر ټرمپ او سلاکاران‌يې په نيوجرسي کې د ښاغلي ټرمپ د ګُلف په کلب کې راټول شوي وو، څو هغه موافقه وارزوي چې په قطر کې د څو اوونيو بحثونو پر مهال د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او طالبانو ترمنځ ورباندې سلا شوې ده.

په هغو کسانو کې چې ولسمشر ټرمپ کتلي مرستيال ولسمشر مايک پنس، د ملي امنيت سلاکار جان بولتون، د امريکا دفاع وزير مارک اسپر، د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او د ګډو ځواکونو لوى درستيز جنرال جوزف ډانفورد شامل وو.

ولسمشر ټرمپ چې له اوږدې مودې راهيسې يې په افغانستان کې د امريکا پر ١٨ کلن پوځي حضور انتقاد کړى، د هغو بهرنيو مداخلو پر ضد يې مبارزه کړې چې په مالي لحاظ ګران تمامېږي.

د ليکوال په باور، د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه او دا پراخ باور چې دى ښايي تر راروانو انتخاباتو مخکې د ځواکونو ايستل پيل کړي، په واشنګټن کې بحثونه پارولي چې ايا د ځواکونو ايستل به بې‌وخته شاتګ وي، که به د سولې پر لوري يو مهم اقدام؟

د مقالې په دوام راغلي، ګڼ کسان چې له دې موافقې خبر دي، وايي دغه موافقه له افغانستان څخه د زرګونو امريکايي پوځيانو تدريجي وتلو ته زمينه برابروي، احتمالاً چې په لومړي ګام کې به د شااوخوا دوو کلونو په موده کې ٥٠٠٠ پوځيان له دغه هېواده وځي.

په بدل کې به طالبان له نړيوال ترورېزم سره خپل ارتباطات پرې کوي او دا تعهد به سپاري چې د القاعده او داعش په څېر ډلو ته به پناه نه‌ورکوي او همکاري به نه ورسره کوي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشګتڼ اګزمېنر اوونيزې خپرونې هم د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر وروستي بحث چې له طالبانو سره پر مذاکرو راڅرخېده، ليکنه خپره کړې چې ښايي له افغانستان څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو سبب شي.

د واشنګټن اګزمېنر اوونيزې په ليکنه کې د وال سټريت ژورنال ورځپاڼې ليکنې ته اشاره شوې چې په‌کې ويل شوي، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليل‌زاد چې له طالبانو سره د مذاکرو مشري کوي، ښايي په څو ورځو کې له طالبانو سره پر يوه موافقه د سلا کېدو لپاره بيا د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

د ليکنې په حواله، په قطر کې د مذاکرو له اتو پړاوونو سره سره د امريکا او طالبانو ترمنځ لا هم عمده اختلافات ناحل پاتې دي.