هغه ایرانۍ معترضې خوشې شوې چې د نارینه‌وو جامو کې یوه لوبغالي ته تللې وې

څلور ښځې چې پر ښځو سپورټي لوبغالو ته پر ورتګ د بندیز پر ضد یې د اعتراض لپاره د نارینه جامې اغوستې وې

د ایران چارواکو څلور ښځې چې پر ښځو سپورټي لوبغالو ته پر ورتګ د بندیز پر ضد یې د اعتراض لپاره د نارینه جامې اغوستې وې، له توقیفه خوشې کړې دي.

دا خبر د بشري حقونو د څارنې د سازمان یوې څېړونکې، تارا سپهري فرپرون د اګسټ په ۱۷مه، پر ټويټر خپور کړی دی.

د هغې په وینا، پر نیول شویو ښځو تور لګېدلی و چې په غیر قانوني ډول‌یې ورزشي لوبغالو ته د ورننوتلو هڅه کړې وه او په ضمانت خوشې شوې دي.