د طالبانو د مشر ملا هبتالله ورور پرون په بلوچستان کې د جومات دننه په چاودنه کې ووژل شو.
پولیس وایي، څلور تنه د کوټې ښار په یوه جومات کې په چاودنه کې وژل شوي او تر۲۰ ډېر ټپیان شوې دي.
افغان اسلامي اژانس او روېټرز د طالبانو د دوو سرچینو په وینا خبر ورکړی دی چې وایي، کله چې په جومات کې چاودنه کېده ملا هبتالله اخندزاده په جومات کې نهو، خو د ده کشر ورور حفیظ اخندزاده په دې چاودنه کې ووژل شو.
د پاکستان پولیسو د وژل شویو کسانو هویت نهدی څرګند کړی.
تر اوسه چا د دې چاودنې مسئولیت نهدی منلی.