د امریکا کانګرس غړې رشیده طلیب اسرائیل ته له تګ ډډه وکړه

د امریکا کانګرس غړې رشیده طلیب

تر هغه وروسته چې اسرائیل د بشرپالنې پر اساس، د امریکا د کانګرس د استازو مجلس غړې، رشیده طلیب ته اجازه ورکړه چې لویدېځې غاړې ته ولاړه شي، هغې وویل چې له دې پلانه‌یې ډډه کړې ده.

تر دې وړاندې د اسرائيل حکومت د امریکا د کانګرس دوو ډموکراتو غړو، رشیده طلیب او الهان عمر ته اجازه نه‌وه ورکړې چې بیت‌المقدس او لوېدیځ غاړې ته ولاړې شي. د کانګرس دې دواړو غړو په نړیواله کچه د اسرائيل د تحریمولو د حرکت ملاتړ کړی دی او د اسرائیل حکومت له دې امله هغوی ته د ورتګ اجازه نه‌ورکوله.

خو د اسرائيل حکومت وروسته وویل چې رشیده طلیب د بشري اصولو پر اساس، اجازه لري چې لوېدیځې غاړې ته ولاړه شي او له خپلو خپلوانو سره وګوري.

د اسرائیل د کورنیو چارو وزارت یو لیک هم خپور کړ چې هغه د رپوټونو پر اساس، رشیده طلیب لاسلیک کړی و او ژمنه‌یې کړی وه چې د خپل سفر پر مهال به د اسرائيل د تحریم ملاتړ نه کوی.

خو رشیدې طلیب پرون، د اګسټ په ۱۶مه، په رسمي بیان کې ویلي چې په داسې سختو شرایطو کې ورتګ به د هغې د کورنۍ د لا زیاتې مأیوسۍ سبب شي.