د جرمني یوې محکمې یو افغاني‌الاصل جرمن ایران ته په جاسوسۍ تورن کړ

د جرمني محکمې یو وګړی چې په خټه افغان دی، ایران ته د جاسوسۍ له امله تورن معرفي کړ.

د جرمني فدرالي څارنوالۍ پرون د اګسټ په ۱۶مه وویل چې پر دغه وګړي درانه تورونه لګېدلي دي.

د نړیوالو خبري رسنیو په حواله، تورن عبدالحمید [س] نومېږي او له ډېرو کلونو راهیسې یې د جرمني په دفاع وزارت کې د افغانستان د چارو د څېړونکي او ترجمان په توګه کار کاوه.

د جرمني څارنوالۍ ویلي چې هغه په ۱۸ مواردو کې جرمني ته په ملي خیانت او د پټو رازونو د ساتنې پر قانون په جدي تېري تورن دی.

راپورونه وايي چې هغه د جنورۍ په میاشت کې نیول شوی او هغه مهال پ۵۰ کلن و.

د جرمني د څارنوالانو په وینا، تورن وګړي د جرمني د دولت ډېرو سري اسنادو ته لاسرسی درلود او د ایران له جاسوسي شبکو سره‌یې شریک کړي دي.

ایران دا رد کړې ده.