شمالي کوریا یو وار بیا توغندي توغولي

د شمالي کوریا له‌خوا د توغندیو ازمویل

شمالي کوریا یو وار بیا د سمندر په لور توغندي توغولي.

تر دې مخکې هم شمالي کوریا ورته توغندي توغولي وو چې هغه جنوبي کوریا ته د امریکا سره د شریکو پوځي تمرینونو د دوام د پلان له کبله "جدي خبرداری" بلل شوی و.

د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز نن وویل، پیونګ یانګ د کانګون ولایت د تانګچون ښار ته له نږدې سیمې د ختیځ سمندر په لور چې د جاپان سمندر یې هم بولي دوه "ناپېژندل شوي توغندي" توغولي دي.

د جنوبي کوریا دې نظامي چارواکي ویلي، پوځ‌یې وضعیت څاري او د نورو توغندیو د توغولو په صورت کې د تیارسی په حالت کې دي.

له هغې وروسته چې امریکا او جنوبي کوریا په سیمه کې د اګسټ له پنځمې نېټې راهیسې ګډ کلني پوځي تمرینات پیل کړي، شمالي کوریا پرله‌پسې د توغندیو دا ډول ازموینې پیل کړې دي. که چېرې تازه پېښې تأیید شي دا به په دې لړۍ کې وروستۍ وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي د توغندیو دا ازموینې له هغو هوکړو سرغړاوی نه‌دی چې ده د اوږه او منځني واټن توغندیدو د ازموینو په اړه د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره کړي دي.