ټرمپ: د چین ولسمشر دې په هانګ کانګ کې له اعتراض کوونکو سره وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چین پر ولسمشر شي جین پېنګ غږ کړی دی چې په هانګ کانګ کې له اعتراض کوونکو سره په شخصي توګه وګوري، څو د نوموړي په وینا "روان کړکېچ ته یو خوشحالونکی او روښانه پای ورکړي."

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پیکېنګ دولتي رسنیو او په هانګ کانګ کې چین پلویو مشرانو ویلي چین چمتو دی چې "په چټکه توګه نارامۍ راکمې کړي" او زیاته کړې یې ده چې که چېرې کړکېچ له کنټرول ووځي چین به بې‌تفاوته پاتې نه‌شي.

ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي، زه غواړم په ډاډ ووایم که چېرې د چین ولسمشر له اعتراض کوونکو سره کېني، نو ډاډمن یم چې دا ستونزه په ۱۵ دقیقو کې هوارولی شي، خو ټرمپ زیاته کړې، پوهېږي چې دا هغه څه نه‌دي چې چینايي مشر یې کوي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې ډېر ژر به له چینايي مشر شي جین پېنګ سره په هانګ کانګ کې پر روان کړکېچ او د چین او امریکا ترمنځ په سوداګریز جنجال خبرې وکړي.

په هانګ کانګ کې له څو اوونیو راهیسې ډموکراسي پلویو اعتراض کوونکو د هغې لایحې پر ضد اعتراضونه پیل کړي چې چین ته د مجرمانو سپارلو ته اجازه ورکوي. دا اعتراضونه په وروستیو ورځو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي دي.