د کرملېن ماڼۍ په انګړ کې د دوهمې نړیوالې جګړې له مهاله پاتې یو ناچاودی بم موندل شوی دی.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې دا بم د مسکو سیند ته نږدې د کرملېن په تاینیڅکي «Tainitsky» بڼ کې د ساختماني کار پر مهال موندل شوی دی.
چارواکي وايي دا بم د کرملېن له ساحې څخه ایستل شوی څو شنډ شي.
د روسیې د جمهوري ریاست ویاند رسنیو ته ډاډ ورکړ چې د دې بم موندل کېدو د ولسمشر د کار مهالوېش نهدی زیانمن کړی.
کرملېن په اروپا کې د منځنیو پېړیو له ډېرو لرغونو ماڼیو څخه ده چې د ۱۴ او ۱۵ پېړۍ ترمنځ کلونو کې جوړه شوې.
په ۱۹۴۱ کال کې کله چې نازي جرمني، پخوانی شوروي اتحاد ونیو، نو د پوځ د کشف قطعې یې په نومبر میاشت کې د مسکو ۱۲ مایله واټن ته نږدې شوې وې، خو د ژمي له رارسېدو او د نوي کال له پیل سره سم سره پوځ ځوابي حملې پیل کړې.
کرملېن د مسکو د جګړې پر مهال د جرمني د جنګي الوتکو اصلي هدف و او په بمباریو کې یې د یوې ماڼۍ چت هم زیانمن شو.