د ملي امنیت ریاست یو پلاوی پکتیا کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنې کوي

د ملي امنیت عمومي ریاست نښان

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د ادعاوو په اړه د څېړنې لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې ده.

ملي امنیت په یو بیان کې چې پرون خپور شو وايي، دا پلاوی د ولسمشر اشرف غني له هدایت سره سم ټاکل شوی چې د بشري حقونو د برخې استازی هم په‌کې دی او په پام کې ده چې په زرمت ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه دقیقې څېړنې وکړي.

په بیان کې دا یادونه هم شوې چې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رئیس د همدې قضیې په اړوند پکتیا ولایت ته سفر وکړ او د پکتیا او پکتیکا والیانو ته‌یې دنده ورکړه چې په دې اړه په تحقیقاتو کې همکاري وکړي.

د راپورونو له مخې د اختر په دوهمه ورځ د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي ووژل شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما پر دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي چې ملکي وګړو ته زیان اړول باید ودرول شي.