زرمت کې د ملکي تلفاتو د څېړنې په اړه د ملي امنیت ریاست ته سپارښتنه

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست نښان

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه له خپلو مسؤلو چارواکو تحقیق وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند، کبیر حقمل نن د اګسټ په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر د سپارښتنې پر اساس، په زرمت کې د پېښې په اړه جدي څېړنې کېږي.

د راپورونو پر اساس، په پکتیا کې د یکشنبې په شپه د افغانستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې رسنیو ته ویلي و چې په پکتیا کې د اختر په شپو کې ۱۱ وسله‌وال طالبان چې دوه‌یې د هغوی پېژندل شوي قوماندانان وو، وژل شوي دي.

خو روېټرز خبري اژانس ته د پکتیا د ولایتي شورا یوه غړي ویلي و چې ټول وژل شوي وګړي ملکي افغانان وو.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو مأموریت، یوناما پر ټویټر ولیکل چې د جګړې ټولې خواوې باید د ملکي خلکو امنیت ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څلور زره ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي دي.