د امریکا په فلادلفیا کې پولیسو ویلي چې هغه وسلهوال وګړی چې شپږ پولیسیې ویشتي، ونیول شو.
پولیس پرون په فلادلفیا کې د دې وګړي کور ته ورغلي و او غوښتلیې چې د مخدره موادو په تړاو یو حکم عملي کړي.
د فلادلفیا د پولیسو یوه چارواکي نن، د اګسټ په ۱۵مه د اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل چې ټول ویشتل شوي پولیس برسېرن ټپیان شوي وو او یوه سیمهییز روغتون ته ولېږدول شوو.
په روانه میاشت کې دوه واره په امریکا کې په ډلهییزو بریدونو کې خلک ووژل شول.
د اوهایو په ډایټن او د تکزاس په ال پاسو سیمه کې ۳۱ تنه ووژل شول.