امریکا ته د قانوني کډوالو پر وړاندې د ټرمپ نوي محدودیتونه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په نیویارک کې د خبریالانو ته د ځواب ورکولو پر مهال

د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په امریکا کې د قانوني کډوالو پر وړاندې نوي محدودیتونه اعلان کړي دي.

د دې محدودیتونو له مخې هغو کسانو ته چې تابعیت نه‌لري او ښايي د حکومت مرستې ته اړتیا ولري، ویزې او د دایمي استوګنې اسناد نه‌ورکول کېږي.

د امریکا فدرال قوانین مخکې هم له هغو کسانو څخه چې په دې هېواد کې د دایمي استوګنې او قانوني اسنادو د ترلاسه کولو هڅه کوي غواړي چې ثابته کړي چې دوی به د امریکا پر اوږو بار نه‌وي او له حکومت څخه به وړیا روغتیايي خدمات، د استوګنې ځای، ډوډۍ او مالي مرسته نه‌غواړي.

نویو محدودیتونو ته چې پرون د اګسټ په ۱۲مه اعلان شول، د همدې اصولو د تعریف او وضاحت په نظر کتل کېږي.

سپینه ماڼۍ وايي، د دې اقدام هدف پر ځان بسیاینې ته د خلکو هڅول او د اړو امریکایانو د ټولنیز خوندیتوب یقیني کول دي. تمه ده چې دا پلان د اکټوبر له ۱۵مې نېټې وروسته په عملي شي.

د امریکا د کډوالو ملي حقوقي مرکز چې د کډوالو د حقونو دفاع کوي او دا محدودیتونه له تبعیضه ډک، بې‌رحمانه او غیر قانوني بولي، ژمنه کړې چې د دې لایحې مخه به ونیسي.