د ترکمنستان ولسمشر بردي محمدوف چې مړ انګېرل کېده، ژوندی راڅرګند شو

د انځور له ښي لوري د روسیې صدراعظم دیمتري مدویدوف، منځ کې د ترکمستان ولسمشر بردي محمدوف او د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحق جهانګیري

د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف چې له ډېرې مودې راهیسې نه و لیدل شوی او داسې انګېرل کېده چې ښايي مړ شوي وي، د کسپین اقتصادي فورم په غونډه کې را څرګند شو او وینا یې وکړه.

دا غونډه نن د اګست په دولسمه په ترکمنستان کې پیل شوه.

د غونډې د پېل له مراسمو لایف یا په مستقیم ډول ټلویزیوني خپرونې کېدې، بردي محمدوف تر شل دقیقې زیات وخت پر پوډیم ولاړ و او وینا یې کوله.

هغه په وضاحت خبرې کولې او روغتیايي وضعیت یې ښه معلومېده.

په نورو ویډیوګانو کې چې خپرې شوي، لیدل کېږي چې بردي محمدوف د روسيې، اذربایجان او قزاقستان له صدراعظمانو او د ایران د جمهور رئیس له لومړي مرستیال، اسحق جهانګیري سره خبرې کوي.