پاکستان وايي، له هند سره یې د ټرانسپورټي ارتباط وروستۍ نقلیه وسیله هم ودروله.
د جمو او کشمیر د کړکېچ پر سر د دوو اټمي قدرتونو ترمنځ د ترینګلتیا په اوج کې د لاهور او ډیلي ترمنځ د بسونو تګ راتګ درول شوی دی.
د پاکستان د ګرځندوی د ادارې یوه چارواکي ارشد علي پرون شنبه روېټرز خبري اژانس ته وویل، حکومت د ډیلي – لاهور ترمنځ د بسونو د تګ راتګ د درېدو امر کړی دی.
په هندي کشمیر کې له ترينګلتیا سره سره د هند حکومت پرون د کشمیر د دوبني مرکز سرینګر په ځینو برخو کې پر تګ راتګ محدودیت کم کړ او خلک بازارونو ته راووتل چې د اختر لپاره سودا واخلي.