د شنبې په ورځ په تانزانیا کې د تېلو د یوه ټانکر چاودنې ۶۴ کسان وژلي دي.
چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې سیمه ییزو خلکو د تېلو په یوه چپه شوي ټانکر د تېلو د ترلاسه کولو لپاره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه.
راپورونه وايي چې په پېښه کې اویا تنه نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه د تجارتي مرکز دارالسلام لوېدیځ ته ۲۰۰ کیلومتره لرې پرته سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیمې یو چارواکي ویلي، د مورګورو په نوم دې سیمه کې یې تر دې مخکې کله په دې کچه ناورین نه و لیدلی.
د تانزانیا ولسمشر په پېښه خواشینې ښودلې او د خپل هېواد پر وګړو یې غږ کړی چې په داسې پېښو کې دې له چپه شویو ټانکرونو څخه د تېلو ایستلو هڅه نه کوي.