سيد احمد: اوس مې د نشو له امله په سلو کې اتيا حافظه کار نه کوي

ارشیف، د افغان معتادینو یو انځور

د پکتیا ولایت اوسېدونکی سید احمد له لسو کالو راهیسې نشه کوي.

دی وايي چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی و، خو هلته لومړی په تاریاکو او بیا د ښیښې په نشه اخته شو.

سید احمد زیاتوي چې تر نشې مخکې یې ښه کار جوړ و، خو اوس له پښو لوېدلی او د نشې لګښت هم نه شي پوره کولای.

دا چې سيد احمد ولې په نشو اخته شو او د نشو له امله له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی، په دې اړه یې له محمدایاز ترنک سره د زړه خواله کړې چې د اورېدو لپاره یې لاندې لېنک کېکاږلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان خاطره