خلیلزاد د ناروې له چارواکو سره د افغان سولې په پروسې خبرې کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د ناروې له چارواکو سره د افغان سولې په پروسې خبرې کړي.

هغه نن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ناروې د خبرو لپاره په اسانچارۍ کې د نړۍ په سطحه مخکښه ده او له افغانستان سره سولې ته په رسېدو کې هم مرسته کولای شي.

ښاغلي خلیلزاد چې پرون یې په اوسلو کې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې ماري اریکسون سورییاید سره لیدلي، هغې ته د افغان سولې د پروسې د اوسني وضعیت او راتلونکي پړاو په اړه معلومات ورکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد له دې چې ناروې د همکارۍ ژمنه کړې، د دغه هېواد ستاینه کړې ده.

خلیلزاد او مرکچي پلاوی یې له څو ورځو راهیسې په قطر کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره په خبرو بوخت وو.

له بلې خوا د افغان دولت ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې ارګ ته د امریکا او طالبانو د توافق مسوده لېږل شوې او پکې راغلي چې که دواړو خواوو د اختر په درېیمه یا څلورمه دا تړون لاسلیک کړ، په یوه اوونۍ کې به بین الافغاني مذاکرات د ناروې په اوسلو کې پيلېږي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا ازادي راډیو ته وویل چې دوی له امریکا سره په هر پړاو خبرې کوي، خو هغه مسایل نه تأییدوي چې ګواکې وروستۍ څو ورځې کوم تازه پرمختګ شوی دی.