اوکراین او ترکیه په خپلو کې د ازادې سوداګرۍ پر یوه داسې توافق غور کوي چې د دواړو خواوو سوداګري دوه برابره یعنې په کال کې ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ډېرولی شي.
دا خبره د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر پر ویبپاڼه خپور شوی دی.
خبرپاڼې دا خبره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان له قوله کړې چې د اګست په ۷ نېټه یې په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړې ده.
ښاغلي زیلینسکي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې څه باندې ۴ میلیارده ډالره وه.
د ترکیې ولسمشر ویلي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې دواړه هېوادونه په خپلو کې د ازادې سوداګرۍ تړون لپاره خبرې نهایي کړي.
ښاغلی زیلینسکي په دوه ورځني سفر ترکیې ته تللی دی.