لینزي: د افغان نجونو د فوټبال د غړو د جنسي ځورونې څېړنې ورو مخته ځي

د فوټبال نجونې لوبغاړې

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم روزونکې کیلي لینزي وايي، فیفا یا د فوټبال نړیوال فدراسیون باید د افغان لوبغاړو د جنسي ځورونې په اړه د څېړنو لمن پراخه کړي.

نوموړې په یوه لیک کې چې د اګست په ۶مه یې د فوټبال د نړیوال فدراسیون د رئیس ګیاني انیفانټینو په نوم استولی، ویلي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام الدین کریم له خوا د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم د غړو د جنسي ځورونې په اړه څېړنې ورو پر مخ ځي.

د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم لږترلږه پنځو غړو کرام الدین کریم د ۲۰۱۳ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې موده کې په جنسي ځورونو تورن کړی دی.

له دې تورونو وروسته د فیفا د اخلاقي کمېټې قضايي څانګې کرام الدین کریم د خپلې دندې له واکونو څخه په ناوړه استفاده او د ښځینه فوټبالېستانو په جنسي ځورونه کې مقصر بللی او نوموړی یې نه یوازې په ملي او نړیواله کچه د تل لپاره له فوټبال سره له تړلو فعالیتونه منعه کړی، بلکې یو میليون ډالر یې جریمه کړی هم دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ هم د کرام الدین کریم د نیولو حکم کړی، خو هغه تر دې مهاله نه دی نیول شوی.

د افغان نجونو د فوټبال د ټیم روزونکې کیلي لینزي فیفا ته په استولي لیک کې ویلي، هغه کسان چې په مستقیمه یا غیر مستقیمه توګه په دې قضیه کې لاس لري، تر اوسه پورې مجازات شوي نه دي.

د نوموړې په وینا، د دې قضیې قربانیان په وېره او اندېښنه کې پاتې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې ویلي وو چې د کرام الدین کریم د نیولو لپاره هڅې کوي.