د ایران د سپاه پاسدارن ځواک دوه سرتېري په نښتو کې وژل شوي

د ایران دولتي ټلویزیون راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د ایران د سپاه پاسدارن ځواک دوه سرتېري د دې هېواد په شمال لوېدیځ کې د وسله والو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

پېښه لوېدیځ اذربایجان ولایت کې د ترکیې پولې ته نږدې د ماکو په سیمه کې شوې ده.

دا سیمه عراقي کردستان ته هم نږدې پرته ده.

د ماکو والي حسن عباسي ایراني رسنیو ته ویلي چې دوه سرتېري په جګړه کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په وروستیو میاشتو کې د ایران په هغو سیمو کې چې د ترکیې او عراق سره په پولو پرتې دي، د ایراني ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.

په ډېرو داسې پېښو کې وسله وال عراق مېشتي کردي یاغیان دي چې ځینې یې په ایران کې د کرد مېشتو سیمو خپلواکي غواړي.

د جولای په پیل کې هم د ایران د سپاه پاسداران ځواک او کردي یاغیانو ترمنځ د څو نښتو راپورونه ورکړل شوي وو.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې د چهارشنبې د ورځې په پېښه کې کردي یاغیان ښکیل دي که نه.

په ایران کې پر کردي سازمانونو سربېره د کردانو (پي کې کې) یا د کردانو کارګر ګوند هم له ایراني ځواکونو سره نښتې کوي.