ولسمشر غني امنیتي سکټورونو ته د جدي امنیتي تدابیرو سپارښتنه کړې

د افغان پولیسو یو انځور

افغان ولسمشر امنیتي سکټورونو ته سپارښتنه کړې چې په روانو حساسو شرایطو کې په کابل او ټول هېواد کې امنیتي تدابیر دقیق او جدي کړي.

نوموړي په ځانګړي ډول د کابل امنیت ډېر مهم بللی او غوښتنه یې کړې چې د امنیت په برخه کې باید د خلکو اندېښنې رفعه شي.

له ارګه په یوې اعلامیې کې راغلي چې محمد اشرف غني تېر ماښام د انتخاباتو د پروسې او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د مراسمو د امنیتي تدابیرو په اړه په یوې امنیتي غونډه کې دا خبره کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پرون په کابل کې یو خونړی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دې برید د تلفاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل: په دې پېښه کې ۱۴ تنه وژل شوي چې ۴ یې پولیس دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۵ تنه ټپیان شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا پېښه په کلکه غندلې ده.

ښاغلي خلیلزاد د چهارشنبې په ماښام پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملکي خلکو وژنه او له توپیر پرته بریدونه د منلو نه دي.

ښاغلي خلیلزاد دا هم لیکلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د جګړې د ختیمېدو هڅې روانې دي، باید د شخړو پر راکمولو تمرکز وي.

د کابل د پروني برید مسؤلیت طالبانو اخستی دی.